تازه خبرونه
کابل او ډیلي د نورو مرستو تر څنګ د پوځي مرستو هوکړه هم کړې
ډیلي اوس له افغانستان سره د همکاریو څلور سندونه لاسلیک کړي، چې په کې له افغان ځواکونو سره پوځي مرستې هم راځي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، صلاح الدین رباني له هندي لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنو کې ژمنه کړې، چې د ترهګرو تر ځپلو پورې به ګډه مبارزه وکړي.
د امریکا ولسمشر د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د خپلې تګلارې د اعلام پر مهال له هند وغوښتل، چې په افغانستان کې نور ډېر رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت الله احمدي وایي، د هند او افغانستان هر راز همکارۍ او هوکړې په سیمه کې د دوه ستراتیژیکو هېوادونو په توګه د ډېر اهمیت وړ دي، چې کولی شي د افغان ټولنې امنیتي او سیاسي ستونزې حل او آسانتیاوې رامنځته کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه شکیب منتظري په دې باور دی؛ امریکا له هند څخه په افغانستان کې د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي، چې دغه هېواد له همدې لارې خپلو سترو موخو ته ورسیږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په پاکستان کې د توند لارو ډلو د فعالیت خبره هم راپورته کړې ده.
سیاسي شنونکی صدیق پتمن وایي، چې د ډیلي او اسلام آباد سړه جګړه د کابل پر بهرنیو اړیکو هیڅ راز اغېز نه لري.
هند په تېرو۱۶ کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا درې میلیارد دالر مرسته کړې؛ خو پاکستان د افغانستان په چارو کې د هند رول ته په شک ګوري.
تمه ده، چې له کابل سره د ډیلي پر کیدونکیو پوځي مرستو پاکستان حساسیت هم وښیي.