تازه خبرونه

ناتو ته د اندېښنې وړ یو بحث په پاکستان کې د ترهګرو پټځایونه او مرکزونه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بروکسل په پلازمېنه بلجیم کې د ناتو د غړیو هېوادونو دفاع وزیران په بروکسل کې را ټول شوي، چې د دوه ورځنۍ غونډې یوه جنجالي مساله یې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه دي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ څرګنده کړې، چې مونږ له پاکستان سره له بېلابېلو لارو تماس لرو. په افغانستان کې زمونږ قومندانان له پاکستانيو قومندانانو سره د ننګونو په اړه منظمې اړیکې لري، چې طالبان او نور یاغیان په پاکستان کې له خپلو مرکزونو ګټه وانخلي. یو هېواد دې هم ترهګرو ته پناه نه ورکوي؛ ځکه، چې دا کار د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه سختوي.

د ناتو سرمنشي وایي، د ناتو غړي هېوادونه به افغانستان ته نور سرتېري ولیږي او ډېر تمرکز به یې د افغان ځواکونو پر تمویل او تجهیز وي او له امریکا پرته نورو متحدینو هم د کال د یو میلیارد دالرو  مرستې ژمنه کړې ده.

ینس ستولتنبرگ زیاتوي؛ مونږ پرېکړه کړې، چې خپل ملاتړ پیاوړی او دا کار په بېلابېلو لارو تر سره کړو؛ خو مهمه پرېکړه اوس داده، چې د پلان له مخې خپل سرتېري زیات کړو او په جنګي ماموریت کې ښکېل نه شو. اړتیا لرو، چې د ښوونې او روزنې ماموریت پیاوړی کړو او روان بندون مات شي. دغه راز طالبانو ته هم روښانه پیغام ولیږو، چې نه شي کولی د جګړې په میدان کې بریالي شي او یوازې کولی شي د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي.

د دې تر څنګ ناتو غواړي پوه شي، چې افغانستان د اصلاحاتو ژمنه څومره پر مخ وړې ده.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست به له مونږ سره یو ځای شي. هغه به د افغانستان د امنیتي حالت او سمونونو په اړه خبرې وکړي.

په وروستیو اوونیو کې خطرناکې حملې تر سره شوي؛ خو افغان ځواکونو خپله مېړانه او زړورتیا ښودلې ده.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره  بهرني سرتېري پراته دي، چې ټاکل شوې شپاړس زره ته ورسيږي. د ناتو تمرکز به د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د ځانګړیو ځواکونو په روزنه او د هوایي ځواک پیاوړتیا او تجهیز وي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version