تازه خبرونه

کابل د پاکستان د یو لوړ پوړي پلاوي کوربتوب کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې کابل د شنبې پر ورځ(د سلواغې ۱۴) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ د یوه پلاوي کوربتوب کوي.

کابل ته د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي هم پاکستان ته سفر کړی و.

د افغان او پاکستاني چارواکو د پلاوو تګ راتګ وروسته له هغې پیل شو، چې افغان چارواکو د طالبانو په ځپلو کې له پاکستان څخه د همکارۍ او ملګرتیا غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند داکتر فیصل ویلي، د افغانستان په ناامنۍ کې د دوی د لاس لرلو دعوه غیر عادلانه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ټول سیمه ییز او نړیوال ګزارشونه ښيي، چې په افغانستان کې دننه ډېره سیمه د طالبانو په ګډون د داعش، پاکستانیو طالبانو او جماعت الاحرار د وسلوالو لخوا د خوندي سیمې په توګه کارول کیږي.  پاکستان د افغانستان لخوا په ناامنیو کې د لاس لرولو پر تور تورنول؛ یوه ناعادلانه پرېکړه ده.  

پاکستانیو ورځپاڼو د محمد فیصل له خبرو څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې به له ترهګرو سره د مبارزې، د استخباراتي، پوځي او اقتصادي اطلاعاتو تبادله او د افغان ګډوالو پر راستنیدو خبرې اترې ترسره شي.

د پاکستان دغه مقام ویلي، چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد عملیات روان ساتلي او پرې به نږدي، چې ترهګر د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې که پاکستان رښتینې همکاري وکړي؛ امنیتي حالاتو کې به ډېر ژر بدلون رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت له پاکستان سره د خبرو دروازه نه بندوي او د دغه هېواد د انزوا لپاره هم هڅې نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند دا هم ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته د طالبانو او حقاني شبکې ۲۷ کسه سپارل شوي دي.

Trending

Exit mobile version