تازه خبرونه

کابل ښاریان د رخصتیو او لارو د خلاصون غوښتنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل ښار کې څو ورځنیو رخصتیو او د ښار د یو شمېر سړکونو تړل کیدو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي او  له حکومت غواړي، چې د کابل ښار تړلي واټونه دې بېرته خلاص کړي.

فرشته نومې، چې د سید جمال الدین افغان د ښوونکیو د روزنې زدکړیاله وه؛ د پلار له مړینې وروسته یې د مور، خور او یوه ورور نفقه پر غاړه واخیسته او له ګڼو ستونزو سره سره غواړي د پرمختګ لومړیو پوړیو ته ځان ورسوي.

هغه د ژوند سختو شېیبو اړ کړې، چې زدکړې پریږدي او د کابل ښار په یوه برخه کې اوس سوپ پلوري.

په کابل ښار کې څو ورځنۍ رخصتۍ د دې کورنۍ اقتصاد اغېزمن کړی؛ میلاد، چې نهه کلن دی، له خپلې خور فرشتې سره همکار دی او وایي، چې خور مې مرستې ته اړ ده.

په کابل کې ځینې کسان؛ ځکه وزګار شوي، چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د واټونو تړل کیدو بازارونه هم کم رنګه کړي دي.

حارث نومی د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د ډوډۍ برابرولو لپاره د کابل په واټونو کې موټر چلوي؛ خو په دې څو ورځو کې د واټونو تړل کیدو د هغه ستونزې زیاتې کړې دي او وایي، چې په دې ورځو کې یې هیڅ کار ندی کړی.

د سولې مشورتي لویه جرګه د غویي پر نهمه پیل شوې او ټاکل شوې تردوه نورو ورځو هم روانه وي؛ خو ویل کیږي، چې د منشیانو او مرستیالانو د ټاکل کیدو پر سر د ناندریو له کبله ښايي د جرګې موده درې ورځې نوره هم وغزول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي تدابیرو او د واټونو تړل کیدو د خلکو ستونزې زیاتې کړې او کابل ښاریان له بېلابېلو اندېښنو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version