تازه خبرونه
کابل ښار له پوره امنیتي ګواښ سره مخ دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
کابل ښار تر امنیتي ګواښونو لاندې دی، چې نه ملکیان خوندي دي او نه هم پوځیان.
پخوانی پوځي ظاهرعظیمي وایي، دا ستونزه د استخباراتو د کمزورو کړنو پایله ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، په کابل ښار کې جنایي جرمونه د تېرو څلور میاشتو پر پرتله لږ شوي دي.
نوموړی زیاتوي؛ په تېرو شل ورځو کې ۵۳۴ مجرمین د بېلابېلو قضیو پر تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په کچه نږدې دوه سوه ځانګړي عملیات شوي، چې په دې موده کې د څلور نوي قومندانانو په ګډون د ترهګرو اته سوه شپاړس کسان وژل شوي او شپږ سوه نوي نور مو نیولي.
امنیتي سرچینو د هېواد په ځینو سیمو کې د داعش حضور هم اندېښمن کړي او وایي، چې دا یو ستر ګواښ دی.