تازه خبرونه
کابل ښاروالي غواړي له خپلو ۱۱۲ تفریحي پارکونو عواید تر لاسه کړي
د کابل ښاروالۍ وايي؛ د کابل په کچه ۱۱۲ تفریحي پارکونه لرو، چې یو شمېر به يې خصوصي سکتورته ورکړ شي، چې ل دې لاري هم د ښاروالۍ عواید زیات او هم ښار یا نو ته ښه خدمتونه وړا ندي شي.
د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند وایي، چې مونږ د ښار په کچه ۱۱۲ تفریحي پارکونه لرو، چې ۵۳ یې د ګټې اخیستنې وړدي او پر ۴۱ نورو کار روان دي. مونږه به خصوصي سکتور ته نږدې ۱۳ پارکونه ورکړو که دوی په کې پانګونه تر سره کړي.
د خصوصي سکتورغړي وايي، که د کابل ښاروالۍ ور سره د اوږد مهاله تړونونو له مخې تفریحي پارکونه په اجاره ورکړي؛ حاضر دي، چې د ښارواليو په تفریحي پارکونو کې پانګونه تر سره کړي؛ خو په دې شرط، چې خصوصي سکتور ته شریط آسانه شي.
د سوداګرۍ خونې غړی جان آقا نوید وایي؛ که د کابل ښاروالۍ لخوا د پانګوڼې په برخه کې شرایط برابر شي مونږ حاضر یو، چې د تفریحي پارکونو په اړه پانګونه تر سره کړو، خو ستونزه دا ده، چې دوی لنډ مهاله تړونونه کوي.
د کابل ښار اوسیدونکي وايي، د کابل ښاروالي باید د دغو پارکونو مدیریت خصوصي سکتورته وسپاري، چې هغوۍ د یوه ښه مدیریت له مخي هم خدمتونه سم کړي او هم عوا ید ترلاسه کړي.
خبریال: اسلم حجاب