تازه خبرونه
کابل پوهنتون ته نږدې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۳۳ نور ژوبل کړي
آریانا خبریال سمیع جهش، چې د پېښې ځای ته ورغلی وایي؛ چاودنه هغه مهال وشوه، چې یوه ډله محصلان د قضا خدمتي دورې او طبي شورا آزموینې تر سره کولو لپاره کابل پوهنتون ته ننوتل.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي؛ چاودنه د ځانمرګي برید له کبله وه، چې ونه لیدل شو او په خپل موتر کې و.
د دې پېښې قرباني د پولیسو یو ترافیک هم و، چې دنده یې تر سره کوله. وروسته یې ملکیان په نښه کړل؛ د پیرکیو پخولو کراچۍ د محصلانو د راټولیدو ځای و، چې ځانمرګي پرې برید وکړه او ۳۳ کسان په کې ټپیان شول او اته نور ووژل شول.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ په سیمه کې د یوې بلې چاودنې مخه نیول شوې ده.
طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ په کندهار ښار کې د موتربم او ډله ییز برید له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او له سل ډېر کسان ټپیان دي؛ خو پړه یې طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
په دوحه کې د طالب استازیو او افغان سیاسیونو ترمنځ پر یوه ګډ پرېکړه لیک هوکړه شوې، چې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو ته به چمتوالی نیسي؛ خو تر اوسه دا پرېکړې دا خبره عملي شوې نده.