پرمختګ او بشپړتیا

کابل ښاروالۍ په ۱۳ ناحیه کې د ۱۵ پروژو کار پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کابل ښاروالۍ د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو میلیارد افغانیو پر ارزښت د پېنځلس پروژو کار پیل کړ.

د کابل ښار د دشتي برچې په سیمه کې د ۱۵ عام المنفعه پروژو د عملي کار لړۍ پیل شوه، چې په کې د یارلسمي ناحیې د حلقوي سړک د کار عملي چارو د پیل ترڅنګ ځینې نورې پروژې هم شاملې دي.

ښاغلي دا نش ويلي، د دغو پروژو له پلي کیدو سره به د خلکو په ورځیني ژوند کې زیاد سهولیتونه رامنځته شي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال، چې د دې پروژو د کار په پرانیسته کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه، چې د دیارلسمې ناحیې خلک دې د پرژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو پروژو مالي لګښت یو میلیارد افغانیو ته رسیږي، چې د کابل ښاروالۍ لخوا ورکول کیږي. خلک باید د پروژو د پلي کیدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

 د کابل ښاروالي مسوولینو ويلي، د کابل ښار له ټولو نواحیو څخه يې دیارلسمې ناحيي ته ډېره بودجه ځانګړې ګړې او د دغو پروژو له پلي کیدو سره به د خلکو په ورځني ژوند کې د پام وړ اقتصادي بدلونونه رامنځته شي.

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مهمند وایي: مونږ په ۱۳ ناحیه کې د پېنځه لس پروژو کارونه پیل کړل، چې په دې کې د عادي، حلقوي او فرعي سړکونو جوړو نه او بیا جوړونه او ځیني نورې پروژې هم شته، چې مالي لګښت يي یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د سیمي او سیدونکي وا يي، د لته ټولې آبادۍ د ښاري پراختیا له معیار څخه لیرې دي او ډېري د استوګنې کورونه سندونه نلري. حکومت باید د خلکو برښنا، د څښاک پاکې اوبه، روغتیا او د زدکړو برخي ته هم پاملرنه وکړي.

د سیمې اوسیدونکی محمد علي احساني وایي؛ مونږ خوښ یو، چې د پروژو کارونه پیل شول؛ خو فکر کوم، چې دا فقط یو کمپاین دی او بس، ځکه، چې که حکومت د دغو پروژو د پیل جدي علاقه درلوده باید پخوايي پیل کړې وای.

د ولسمشر دوه یم مرستیال په کابل ښاروالۍ او د پروژې پلي کوونکي شرکت څخه په جدیت غوښتنه وکړه، چې د پروژو چاري باید پر معیار برابرې پلې شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ دغه پروژې  به تر راتلونکيو دوه کلونو ګټې اخیستنی ته وسپارل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version