تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ ۴۰۰ ښځې د کارګرو په توګه ګومارلي
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست وايي، چې څلور سوه ښځې يې د کارګرو په توګه ګومارلي، چې جارو پر لاس په پوره متانت او زړورتیا د ښار لارې او سړکونه جارو کوي او د خپل ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې له همدغې دندې تمویلوي.
کارګره ګل افروز ویلي، چې د کابل په څلورمه ناحیه کې سړکونه جارو کوي؛ خو د ځينو کسانو لخوا اذیت کیږي.
ګل افروز زیاتوي، دغه کار عار نه دی او له خپلې دندې هم خوښه ده.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف عمومي رییس احمد بهزاد غیاثي څرګنده کړې، چې د ښځینه کارګرو له فعالیت څخه خوښ دي او غواړي نورې ښځې هم په دغه برخه کې پر دندو وګوماري.
د کابل ښار د څلورمې ناحیې ريیس احمد فهیم معصومي وايي، چې له خلکو سره له خبرو او په سیمه کې د ذهنیت جوړولو وروسته یو شمېر ښځینه کارګرې استخدام شوې دي.
ریحانې، چې له خپلې لور سره د تنظیف ریاست د کارګرو په ډله کې ځان شامل کړی وايي، چې دوه ماشومانو او خاوند ته یې، چې پر سترګو څه نه ویني، له همدې لارې ډوډۍ برابره کړې ده.