تازه خبرونه

پرته له لنډمهالي حکومته سولې ته رسیدل ناشوني دي- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، د لنډمهالي حکومت را منځته کیدل اړین او پرته له دې سولې ته د افغانستان رسیدل ناشونې دي.

قطر ته د نهم ځل لپاره له طالب استازیو سره د سولې خبرو په خاطر د زلمي خلیلزاد د سفر له پیل سره جوخت، د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې رییس ګلبدین حکمتیار سولې ته د افغانستان د رسیدو یوازنۍ لار د لنډمهالي حکومت جوړیدل بولي.

هغه ټینګار کوي، چې په هېواد کې د لنډ مهالې ادارې جوړیدل اړین دي.

حکمتیار، چې د پنجشنبې پر ورځ( د زمري ۳۱) د ټاکنیزکمپاین لپاره میدان وردګ ولایت ته تللی و؛ زیاتوي څوک، چې له سولې سره مخالفت کوي، څنډې ته به شي.

حکمتیار بهرنیو ځواکونو ته خبرداری ورکوي، چې په راروانو ټاکنو کې لاسوهنه ونکړي او که په وینا یې بهرني ځواکونه مداخله وکړي؛ ناوړه پایلې به ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر هغه ورځ، چې بهرني ځواکونه د وتلو پرېکړه وکړي؛ دوی به له هغو مخکې وځي. ډېر دوه تابعته لري ان ولسمشریزو ټاکنو ته هم ولاړ دي او اولادونه یې په بهر کې دي. دا هېواد د مجاهدو افغانانو دی.  

په داسې حال کې، چې سږ کال د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو سلمه کلیزه ده او دا ورځ د تېرو کلونو په پرتله په ځانګړي توګه ونمانځل شوه؛ خو ښاغلي حکمتیار په دې اړه هم ویلي؛ هغه کسان ، چې د یو شمېر ورځو په نمانځغونډه کې ګډون کوي ؛ د دې ناستې د د لږ شمېر برابر هم ندي.

د یادونې ده، چې په میدان وردګو کې د حکمتیار د ټاکنیز کمپاین غونډې ته نږدې پېنځه توغندي ولګیدل، چې د مسوولینو په خبره په کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

Trending

Exit mobile version