تازه خبرونه
کابل پولیسو د موترو د غلا په تور ۶ کسیزه ډله نیولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کابل پولیسو د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۱۵) په ډاګه کړې، چې دغه ډله د پولیسو تر تحقیق لاندې وه.
دغه شکمن غله تېره ورځ د پولیسو په اوپراتیفي عملیاتو کې د پلازمېنې کابل د ۱۱ او ۱۵ ناحیو له اړوند سیمو څخه نیولي، چې یو غلا شوی موتر هم ترې ترلاسه شوی دی.
د کابل د پولیسو د جرمونو د تحقیقاتو رییس سمونوال معین الدین سیال ویلي، چې دې ډلې موتر چلوونکي د ښار له ویستل او موتر یې ترې تښتاوه.
ښاغلي سیال زیاته کړې؛ د کابل پولیس توانیدلي، چې د تېرو دوه اوونیو په اوږدو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۸۹ شکمن کسان ونیسي او د بشپړو څېړنو لپاره یې عدلي ارګانونو ته وروپېژني.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان له ورته غلاوو، وژنو او تښتونو اندېښمن شوي دي.