تازه خبرونه

ناتو په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته رسوي- جنرال میلر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر ویلي، چې د ناتو د غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو تر منځ دا هیله شته، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسیدو لپاره یوه لار ومومي.

جنرال میلر دغه راز څرګنده کړې، چې ناتو او افغان ځواکونه اوس هم په افغانستان کې د خلکو د ساتنې لپاره عملیات تر سره کوي.

په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته نوموړي له خبریالانو سره د خبرو پرمهال په ډاګه کړه، چې د ناتو او افغانستان ملګرتیا له کلونو راپدیخوا پیاوړې او غښتلې ده؛ ځکه، چې اوس هم په ​​افغانستان کې حضور لري.

هغه د افغان ځواکونو همغږي ستایلې او څرګندوي، چې وروستۍ ټاکنې یې ښکاره بېلګه ده.

دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د ناتو په مرکزي دفتر کې یوې غونډې ته څرګنده کړې، چې د ناتو ټولو غړیو له افغانستان او امنیتی ځواکونو سره خپلې مرستې او ژمنې تکرار کړې. د ناتو عمومي منشي او ټولو غړیو هېوادونو د افغان ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې.

پدې وروستیو کې، ناتو اعلان وکړ، چې دوی به په افغانستان کې خپل نظامي شتون تر هغې ژمن پاتې وي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې خپله ماته ومني او سیاسي حل ته راودانګي.

Trending

Exit mobile version