تازه خبرونه

ناتو له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوښمنه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی په خپل تویت کې د افغانستان په اړه پوښتنو ته په ځواب کې خوښمن شوی، چې په تېرزیږدیز کال کې د سولې په اړه پرمختګ شوی و او هیله من دی، چې دا خبرې تلپاتې سوله رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی نیکولاس کي ویلي؛ زه په رښتیا د خوښمنۍ احساس کوم. تېر کال د سولې په بهیر کې ډېر پرمختګونه وشول، چې هیله من یو په ۲۰۲۰ کال کې یوې پایلې ته ورسیږي. مونږ هیله لرو، چې د افغانانو تر منځ ډېر ژر د خبرو اترو لیدونکي شو. افغان ځواکونه د تېر په پرتله ډېر پیاوړي شوي او طالبان به د جګړې په میدان کې بریالي نشي!

د ناتو ملکي استازی د افغانستان سولې په بهیر کې د پاکستان او سیمې د نورو هېوادونو رول بنسټیز بولي، او له دې هېوادونو غواړي، چې د افغانستان د سولې له بهیره خپل ملاتړ روان وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ زه پاکستان او د سیمې ټول هېوادونه هڅوم، چې د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ په ۲۰۲۰ کال کې هم روان وساتي. په تېر یوه کال کې یوه پیاوړې سیمه ییزه اجماع د سولې د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده.

دا مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او د طالبانو هغه ځواب ته سترګې پر لار دی، چې د اوربند د ټینګښت په برخه کې ترې غوښتل شوی دی.

Trending

Exit mobile version