تازه خبرونه
کابل کې د جرمي شبکې یو مشر له خپلو دوه یارانو سره ونیول شو
کورنیو چارو وزات په ډاګه کړې؛ د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په کې د سازمان شویو جرمي شبکې مشر سرحد هودخېل له دوه همکارانو امان الله او مقیم سره یو ځای نیول شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ یادو کسانو په کابل ښار کې د بېلابېلو جرمونو په ځانګړي توګه انسان تښتونو، وژنو، وسلوالو غلاوو او لوټماریو کې لاس درلود.
پولیسو په ډاګه کړې؛ دا جرمي شبکه له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له ۱۳ ټاکل شویو څار موخو څخه یوه وه، چې د بېلابېلو تکتیکونو پر کارولو یې په کابل ښار کې جنایتونه ترسره کول.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خلک له وسلوالو غلاوو او لوټماریو اندېښمن شوي دي.
