تازه خبرونه

کابل ښار سبا د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره قرنطین کیږي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۳۹۹)

کابل والي وایي، سر له سبا کابل ته د تګ راتګ ټولې لارې تړل کیږي او د امنیتي ځواکونو په همکارۍ به په ښار کې د خلکو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

په افغانستان کې کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی؛ خو حکومت د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو په همکارۍ کابل ښار قرنطینوي.

کابل والي یعقوب حیدري وایي، د یکشنبې له ورځې د وري ۲۴ کال ۱۳۹۹ لمریز هجري به کابل ښار ته د تګ راتګ ټولې لارې بندې وي او دا ښار به په بشپړ ډول قرنطین شي.

کابل والي زیاتوي: د دې لپاره، چې خلک په کورونو کې پاتې شي؛ تر اوسه حکومت له ۹۰ زره بېوزلو کورنیو سره مرستې کړي دي.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د ښار قرنطین کولو ته چمتووالی په ډاګه کړی؛ خو وایي، چې له پولیسو سره د خلکو د جدي همکاري غوښتونکي يو.

د کابل د ولایتي شورا غړی عبدالاحمد علي یزدان پرست ویلي؛ کومې مرستې، چې حکومت له اړمنو کسانو سره کړي، د خلکو د قناعت وړ ندي او اړتیا ده، چې اړوند مرستې نورې هم پراخه شي.

ځینې کابل ښاریان د پولیسو دې پرېکړې ته په غبرګون کې وایي، نشي کولی له کرونا او بېوزلۍ سره په یوه وخت مبارزه وکړي.

دوی د دولت له مرستو ناراضه دي او وایي، چې دا مرستې نشي کولی د یوې شپې او ورځې لپاره هم بسنه وکړي.

څو ورځې کیږي، چې په کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ګرځبندیز لګیدلی؛ خو که قرنطین وضع کیږي، په تګ راتګ به نور بندیزونه هم ولګول شي.

 حکومت وایی، د کرونا مخنیوي لپاره اړ دي، چې سختې پرېکړې پلې کړي او خلک هم هر څه وزغمي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردک او کابل والیان همغږۍ شوي او پرېکړه یې کړې، چې د نن شبې له ۸ بجو یادو ولایتونو ته د هېوادوالو تګ راتګ دروي.   

Trending

Exit mobile version