بی بی سی پښتو

کابل کې د جرم او جنایت د کمولو لپاره پر موټرسیکلونو بندیز

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۳۹۹)
Getty Images

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د جرم او جنایت د کمولو لپاره یې پلازمېنه کابل کې د موټرسیکل په چلولو بندیز ولګاوه. د دې وزارت په خبره، تر بیا خبرتیا پورې ټول کابل ښار کې د موټرسېکل په چلولو بندیز لګول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم راغلي: “د کابل پولیسو د موندنو او ارزونو له مخې خورا ډېرې جرمي پېښې په تېره پلاني ترهګریز بریدونه،هدفي وژنې او د مجرمانو په لاس جنايي جرمونه د موټرسېکل کارولو سره د کابل مختلفو سیمو کې پلان کېږي”.

دغه وزارت د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ور کړی چې که د خبرتیا خلاف ورزي یي وکړي، موټرسېکل به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې د قانون له مخې چلن وشي.

په کابل کې د موټرسېکل پر چلولو بندیز په داسې مهال دی چې دغه ښار کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د ګاډو پر چلښت هم بندیز سخت شوی او ځینې خلک دې بندیز کې ټپټپی کاروي.

له دې مخکې د افغانستان په مختلفو ښارونو او ولایتي مرکزونو کې د موټرسېکل پر چلولو بندیز لګول شوی، خو دا لومړی ځل دی چې پلازمېنه کې ورته ګام پورته کېږي.

په نورو ولایتونو کې هم پر موټرسېکل د بندیز لامل د جنايي او جرمي پېښو سره مقابله بلل شوې ده.

Trending

Exit mobile version