تازه خبرونه
کاري جرګه ګیو د مشورتي جرګې عمومي ناستې ته خپل راپورونه وړاندې کړل
د سولې مشورتي لویې جرګې کاري جرګه ګیو له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرو پرڅرنګوالي د مشورو تر څنګ، د مرکچي پلاوي ټاکل، د تېرو لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتنه او د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په وړاندې دریځ هغه نورې غوښتنې وې، چې سولې ته د رسیدو په خاطر مطرح شوې.
په روژه کې اوربند، د سولې عالي شورا لغوه کول، د نړیوالو ځواکونو وتل، د کورني اجماع را منځته کیدل، د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو فشار، د طالبانو د مشروع غوښتنو منل او له طالبانو څخه د هوکړه لیک پر مهال د تضمین اخیستل په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې د برخه والو مهمې غوښتنې وې.
د سولې مشورتي جرګې د شلمې جرګه ګۍ مشره صفیه صدیقي وایي: طالبانو پسې مه ګرزئ! راځئ لومړی په خپلو کې جوړ شئ، چې په خپلو کې هوکړه ولرئ؛ د سولې په اړه امریکا او نورو هېوادونو ته اړتیا نشته.
د سولې مشورتي لویې جرګې رییس د جرګې د برخه والو وړاندیزونه سولې ته د رسیدو کیلي بولي.
د سولې مشورتي لویې جرګې رییس عبدرب الرسول سیاف وایي، د جرګې د ټولو ګډونوالو غوښتنې به د سولې په بهیر کې د پام وړ وي.
ښاغلی سیاف زیاته کړې، چې ستاسې رایې او نظرونه د ټینګار وړدي؛ دولت تاسې ته مخ اړولی، چې مونږ غواړو روغې جوړې ته وړاندې شو، تاسې د روغې جوړې پلان وړاندې کړ او په دې اړه هیڅوک نشي کولی، چې خپل ځانګړی نظر وتپي.
ټاکل شوې د سولې مشورتي لویې جرګې وروستۍ اعلامیه د جمعې پر ورځ د جرګې د غړیو له تائید وروسته ډاګیزه او حکومت ته وسپارل شي، وبه کتل شي، چې دا وړاندیز د سولې په بهیر کې عملي کیدای شي او د جګړې پای ته رسولو کې به مرسته وکړي او که نه.
خبریال: خالد نیکزاد