تازه خبرونه

[فرعونه! څه لیږدوې، چې د موتر ښیښې دې تورې دي]

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

(فرعونه! څه لیږدوې، چې د موتر ښیښې دې تورې دي؛ بې پلټنې او بې نمبر پلیته روان یې!) دا د هنر سالارې ډلې هغه لیکل شوی شعار دی، چې د تورو ښیښو لرونکیو موترو پر ضد د ښار په بېلابېلو سیمو کې تر سترګو کیږي.

دغه غږ په کابل کې  له وروستیو خونړیو پېښو وروسته راپورته شوی او بیا د شعار په بڼه لیکل شوی دی.

کابل ښاریان وایي، چې د تورو ښیښو موترو  تګ راتګ ډېر اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسیدونکې بي بي عایشه وایي، د تورو ښیښو موتر له فساده ډک دي؛ ګرځي، ځانمرګي راولي او کښته کوي.        

د کابل اوسیدونکی فرید احمد وایي،  که په رښتیا ښه خلک دي او فساد نلري؛ نو پلټنې ته دې ودریږي.              

په کابل ښار کې اوس د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې ده. محمد نعیم نومی په ښار کې تکسي چلوي او وایي، چې د تورو ښیښو لرونکي موتر د خلکو په وړاندې دریدلي او خلک یې خپل راتلونکې ته اندېښمن دي.

ټکسي چلونکی محمد نعیم وایي، د الله د رضا لپاره د خپلو موترو ښیښې سپینې کړئ، چې مونږ خپل دښمن او خواخوږی وپېژنو!         

کابل ګارنیزیون سرپرست افضل امان خبرداری ورکوي، چې هیڅ فرد او ډله له دې وروسته نه شي کولی، چې په  تورو ښیښو او بې پلیټه موترو کې وګرځي.؛ ناقانونه وسلې به ټولې او تورې ښیښې به سپینې شي؛ خو د ملي شورا  پر ځینو غړيو نیوکه کیږي، چې له پولیسو سره په دې اړه همکاري نه کوي.

خبریال: مصطفی محب

Trending

Exit mobile version