تازه خبرونه
هره ورځ 2 سوه ماشومان د سینه بغل له امله صحت طفل ته وړل کېږي
دو وایی چي د ورځي دوه سوه تنه ماشومان د سینه بغلی له کبله دي روغتون ته رواړل کیږی چې د ۱۵ تنو وضعیت ډیر نازکه وي.
سینه بغلی د ماشومانو لپاره وژونکی ناورغی ده چی ماشومان د اکسیجن او سیروم په مرسته ژوندي دي.
چاپریال ککړتیا، د مور او ماشوم نظافت نه رعایت او په وخت د واکسین نه کول هغه عوامل دي چې ماشومان په دې وژونکي ناروغۍ اخته کوي.
د ژمي په رارسیدو او هوا په سړېدو سره هره ورځ ۳۳ ماشومان خپل ژوند د همدې ناروغۍ له کبله له لاسه وکوي.
د عامی روغتیا وزارت صیحی معلوماتو او ارزیابی رییس سید عطا الله سعیدزي ووېل: په (هرو دریو ساعتونو کې څلور ماشومان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د 24 ساعتونو په لړ کې 33 ماشومان په ټول هېواد کې مري).
اندراګاندی روغتون په کابل کي یو له هغو روغتونونو څخه دي چې د ورځی دوه سوه ماشومان چي په سینه بغلی اخته دي دې روغتون ته وروړل کیږی.
دې روغتون یو ماشوم له پکتیا څخه راوړل شوي چې د سینه بغل له کبله یې د ماغ ته زیان رسیدلی داکتران وایي چې که دا ماشوم ښه هم شي ممکن معیوب شي.
(په روغتون کې یوه میرمنې د حمیرا په نامه وایي: دې روغتون ته مې یو ناروغ ماشوم 20 ورځې مخکې راوړی چې درملنه یې وشي؛ خو دا دی اوس یې وضعیت څه نا څه ښه دی).
د ژمي په راسیدو سره دې روغتون ته ډیری ماشومان چي په سینه بغلی اخته دي راوړل کیږي چې د هوا په سړېدو سره په یو بستر کي له دریو تر پینځو ماشومانو هم بستر وي.