تازه خبرونه

هغه متقاعدین، چې بایومتریک شوي نه دي، امتیازات یې نه ورکول کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له متقاعدینو او دغه راز د شهیدانو له ورثه وو غواړي؛ په بایومتریک سیستم کې ځانونه شامل کړي، چې پرته له دې به متقاعدین خپل حقوق تر لاسه نه کړي.

د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي وایي، ډېرو لږ خلکو بایو متریک کړی. که بایو متریک نشي ، حقوق یې نه ورکول کیږي.             

د مسوولینو په خبره؛ وروسته له دې به متقاعدین خپل حقونه له بانکونو تر لاسه کوي او بایومتریک سیستم به د فساد مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا؛ بایو متریک د فساد مخنیوی کوي او متقاعدینو ته د حقوقو په رسولو کې آسانتیاوې رامنځته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو میاشتو کې ځینو متقاعدینو هم شکایت کړی او د امتیازاتو د اخیستو پر مهال له ستونزو پرده پورته کړې ده.    

Trending

Exit mobile version