تازه خبرونه
هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري- کرنې وزارت
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، هغه نباتات د کر وړ دي، چې ښه بازار ولري او له وخت مخکې مارکیت ته وړاندې شي.
مسوولین وایي، له دې سره به افغان بزګران ډېره ګټه وکړي او محصولات به یې د واردیدونکیو محصولاتو ځای ونیسي.
د کرني او مالدارۍ وزارت وايي؛ د ځمکني توت کرنه مو هېواد ته رالیږدولې، چې د ننګرهار او کابل په شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي او ښه پایله يي هم ورکړې ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي؛ توت زمیني په کورنیو مارکیتونو کې ښه بازار لري؛ نو له همدي کبله بزګر هم ډېر لیوال دي، چې د دغه نبات کښت ته پراختیا ورکړي او ورسره خپل عواید هم ښه کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي په ډاګه کړې، چې مونږ هڅه کوو د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د ځمکنیو توتانو کښت ته پراختیا ورکړو، چې له دې لارې نه یوازې کورنیو مارکیتونوته خپل محصولات وړاندې کړو، بلکې بزګر مو هم له اقتصادي ستونزو خلاص شي.
د نوموړي په وینا؛ د ځمکنیو توتانو بله ښیګڼه دا ده، چي پروسس او ټولول يي د میرمنو له خوا تر سره کیږي، چي په کې سلګونه اړو میرمنو ته د کار زمینه هم برابریږي.
د ځمکنیو توتانو د یوه فارم مسووله نسیمه وایي، چې له مونږ سره د لته د محصولاتو په راټولولو او تړلو کې نږدې ۴۰۰ سوه میرمنې کار کوي، چي ډېرې یې کونډې دي او اقتصادي ستونزې یې پرې حل کیږي.
د کرني او مالدارۍ وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ په ملي پروژه کې ډېر نوي بوټي او نباتات شته، چي په ورپېژندلو به يې د هېواد بزګر له اقتصادي ستونزو خلاص او ان افغانستان به مو د اړوند توکو پر کرنیز او صادراتي هېواد بدل شي.
خبریال: اسلم حجاب