مهم خبرونه
پاپ فرانسیس نن د ابو ظبي، د ادیانو په کنفرانس کې ګډون کوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
پاپ فرانسیس، چې پرون ناوخته ابوظبي ته رسیدلی؛ نن به د ادیانو په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون کوي او د قاهرې د الازهر جومات له ملا امام شیخ احمد ال طیب سره به وګوري.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس پرون متحده عرب اماراتو ته رسیدلی دی.
هغه د کاتولیکانو لومړنی مذهبي مشر دی، چې عرب ټاپو وزمې ته سفر کوي.
پاپ فرانسیس به سبا سې شنبه په هغو مراسمو کې هم ګډون وکړي، چې شاوخوا یو لک و ۲۰ زره کسان به په کې برخه اخلي.
پاپ فرانسیس تېره اوونۍ دغه سفر د مذهبونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې نوى باب بللى و.
په متحده عرب اماراتو کې شاوخوا یو میلیون کاتولیک عیسویان ژوند کوي، چې ډېري یې د فیلیپین یا هند وګړي دي.