تازه خبرونه

هغه کورنۍ، چې د شپې د خپلو ماشومانو زوکړه نمانځي او سهار یې ویر ته راټولیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د هغې ویرجنې کورنۍ غړي، چې خپل دوه ماشومان یې د چارشنبې پر ورځ( د لړم ۲۲) په موتر بم چاودنه کې له لاسه ورکړي؛ حکومت د خپلو وګړیو د امنیت په نیولو کې پاتې بولي.

د حکومت لخوا د طالبانو د لوړ پوړیو درې بندیانو له خوشې کیدو یوه ورځ وروسته د کابل ښار د ۱۵ ناحیې په اړوند سیمه کې یو موتر بم برید د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه د ۱۲ کسانو ژوند واخیست او د څلور بهرنیانو په ګډون شل نور کسان په کې ټپیان شول.

د دې ویرجنې کورنې دغه دوه ماشومان( اووه کلن هادیس او دولس کلنه دنیا) ورور او خور په موتر تم برید کې ووژل شول، چې تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت ندی منلی.

په برید کې د ماشومانو له وژل کیدو څو ساعته مخکې، پلار او کورنۍ یې د  زوکړې مراسم تنظیم کړي وه. خوارکی نه پوهیده، چې څو ساعته وروړسته به لور او زوی نور هیڅکله ونه ویني.

د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲۳) د دواړو ماشومانو پلار صبور صمدي د کابل د یوه جومات په کونج کې د خپلو ماشومانو د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره ډډه ووهله؛ خو د خپلو ټپونو له کبله د خپلو ګرانو ماشومانو په جنازه کې له ګډون بې برخې شو.

د دوه تنکیو ماشومانو( خور او ورور) تره شفیق آریانا نیوز ته وویل، چې دوی له دولت څخه هیڅ غوښتنه نلري؛ ځکه، چې د ورته پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی او خلکو ته حساب ورکوونکی هم ندی.
نوموی وایي: د شپې مو(د دوی له شهادت مخکې) د دوی د زوکړې کلیزه ونمانځله؛ سهار هادیس خپلې مور ته وویل، چې نه غواړم ښوونځي ته ولاړ شم، خو مور یې خبره نه وه، چې دواړو ګلانو ته به څه پېښېیږي ښوونځي ته د تلو غوښتنه ترې کوي.

د دوه ماشومانو د مور یو انځور هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، چې د خپلو دوه ښکليو ماشومانو تابوتونو ته ویرجنه ناسته ده او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ښکاري.

د دې کورنۍ بل ماشوم په کوما کې دی.

د وژل شویو ماشومانو نږدې خپل تلوار وویل: مور یې د دوی د تابوتونو په منځ کې ویرجنه ناسته وه.

مصطفی نومی یو بل ماشوم، چې د خپل راتلونکي لپاره یې ډېرې هیلې درلودې هم په دې ظالمانه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ هغه د تخنیکي سیستمونو له زدکړې سره ډېره مینه لرله او تل په فکر کې ډوب و، چې په کور کې یو څه سم کړي؛ مګر هغه ټولې هیلې له ځانه سره ګور ته یوړې.

د وژل شويو ماشومانو خپلوان، قباد ویلي زه په خلکو غږ کوم، چې راویښ شي او د خلکو برخلیک له بدلون سره مخ کړي.

افغان ماشومان، چې د نړۍ د نورو ماشومانو په څیر د عادي او سوله ییز ژوند حق لري؛ په هېواد کې له بدبختیو قرباني کیږي.

Trending

Exit mobile version