تازه خبرونه
محمد حنیف اتمر ټاکنیز کمپاین وځنډاوه
د افغانستان په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ډاګه کړې، چې راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته مو خپل ټاکنیز کمپاین ځنډولی دی.
حنیف اتمر په یوه رسمي اعلامیه کې، چې د هغه په فیسبوک پاڼه کې خپره شوې څرګندوي؛ د یو شمېر امنیتي ګواښونو او د حاکمې ډلې د لاسوهنو له کبله ټاکنیز بهیر روڼ او آزاد ندی؛ ځکه، نو ټاکنې د سولې پروسه زیانمنولی شي.
د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې دا هم ویلي، چې د دوی لپاره سوله او ټاکنې دواړه اړینې دي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې روان امنیتي ګواښونه او ناامني د سولې بهیر هم ګډوډولی شي.
د دغې ټاکنیزې ډلې د څرګندونو له مخې؛ د سولې بهیر حساس پړاو ته رسیدلی، چې د افغانانو لوی ارمان دی او نه غواړو، چې دا فرصت هم له لاسه ورکړو.
محمد حنيف اتمر د محمد اصف اتمر زوی دی او پر ۱۳۴۶ لمزیز کال په لغمان کې زېږیدلی. هغه له جگړې وروسته د بيا رغونې په برخه کې ماسټري کړې ده.
د حنیف اتمر لومړی مرستیال د اسلامي جمعیت ګوند استازی یونس قانوني او دوه یم مرستیال یې د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق و. دغې ډلې د ځینو نورو ټاکنیزو ډلو پر پرتله د ښاغلي اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې تر دې دمه خپل ټاکنیز کمپیان هم نه و پیل کړی.
حنیف اتمر لدې مخکې ویلي ول، چې ولسمشریزې ټاکنې باید سرپرست حکومت وکړي. دا یې لومړۍ ځل و، چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند کړی و.