تازه خبرونه
کرکت او لوبې باید له سیاسي او قومي موخو ځار نشي-عاطف مشعل
د کرکت بورد رییس وایي؛ د چهارشنبې د ورځې برید وښوده، چې وسلوالو مخالفینو اوس پر ورزشي ځایونو بریدونو ته مخ رااړولی او برید ګر د کرکت بورد تر دروازې راځي او په دروازه کې چاودنه کوي.
د کرکت بورد رییس شکرالله عاطف مشعل وایي، د افغانستان د لوبو په اړه دا ستره جفا ده، چې ډلې بدني روزنه سیاسي لوري ته راکاږي او مونږ هم له دولت، حکومت، سیاسي ډلو او مخالفینو غواړو، چې د ملي یووالي څلی خوندي کړي.
د نوموړي په وینا؛ ورزشي اتلان له وسلوالو او بېلابېلو مخالفو ډلو غواړي، چې د خپلو موخو لپاره پر ورزشي ځایونو تمرکز ونه کړي.
د افغانستان د آزادو مبارزو د فدراسیون سرپرست باز محمد مبارز وایي، بدني روزنه او لوبې داسې څه نه دي، چې د دولت مخالفې ډلې ترې ګټه پورته کړي. مونږ له حکومتي مشرانو غواړو، چې د لوبو امنیت دې خوندي کړي، چې پر لوبو او بدني روزنې د خلکو ډاډ او باور له منځه لاړ نشي.
د چهارشنبې په ورځ کرکټ بورد ته نږدې د شپږیزې سیالي روانه وه، چې چاودنه وشوه.
ویل کیږي، چې دغه راز پېښې به ورزش هم اغېزمن کړي.
د افغانستان د عضلاتو ښاغلی یاسین سالک قادري وایي، لوبو او بدني روزنې ته امنیت ډېر اړین دی؛ د دولت مشران باید د ورزش لپاره ډېر کار وکړي.
د آزادو مبارزو اتل سیر بهادر زاده وایي، مونږ له دې حالته ډېر اندېښمن یو؛ د خدای لپاره لوبې له جنګه لیرې وساتئ.
مخکې له دې هم په دوه ورزشي کاروانونو او دغه راز په پکتیا کې د والیبال په لوبغالي کې بریدونه شوی وه، چې بې مخینې یاد شوي دي.
خبریال: علی اصغري