بلخ @ps

محمد اسحق رهگذر د بلخ د نوي والی په توګه وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یوې باوري حکومتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشر غني د محمد اسحق رهګذر تر څنګ فرهاد عظیمي او میرویس بلخي هم د پوهنې وزارت لپاره د کاندیدانو په توګه منلي، چې دا دواړه هم عطا محمد نور ته باوري کسان دي.

 سرچینه وايي، چې د اقتصاد وزارت لپاره د عبدالستار مراد په بیا کاندیدو خبرې روانې دي؛ خو ولسمشر غني له ښاغلي نورغوښتي، چې نوموړی د کانونو او پترولیم وزارت ته د نوماند په توګه ومني.

د نوموړي په وینا؛ په وروستیو لیدنو کې جوړ جاړی رامنځته شوي او هیله من یو، چې عملي بڼه غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رييس عبدالله عبدالله تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۲۱) په ډاګه کړه، چې د ارګ او عطا محمد نور تر منځ پیل شوې شخړه پای ته رسیدونکې ده او تر نوي کاله به پای ته ورسیږي.

دغې سرچینې دا هم ویلي، چې نور د ولسي جرګې د حزبي کیدو او د وګړیو د احوال ثبتولو د قانون له مخې د تذکرو د وېش له شرطونو تېر شوی دی.

د بلخ ولایت ته ورپېيژندل شوی والي انجنیر محمد داوود، چې له درې میاشتو راهیسې په کابل کې اوسیږي او خپل ټول حقوق تر لاسه کوي وایي؛ د حکومت رهبرانو د بلخ  د رسمي والي په توګه ولایت ته د ورپېژندنې ډاډ ورکړی دی.

ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې د بلخ والي عطامحمد نور استعفا منظوره کړې وه او پر یو فرمان یې د هغه پر ځای د حزب جمعیت اسلامي یو بل غړی انجنیر محمد داوود د دغه ولایت د نوي والي په توګه غوره کړی و.  

ښاغلي نور د ولسمشر غني پرېکړه او فرمان رد کړل او رسنیو ته یې په ډاګه کړه، چې هیڅوک د اشرف غني په ګډون د بلخ له ولایته د ده د لیرې کولو واک نلري.

له دې وروسته ښاغلي نور د خپلو پلویانو په بېلابېلو ناستو کې پخپل دریځ ټینګار څرګند کړ او په ډاګه یې کړه ، چې د ده په اړه یوازې د حزب جمعیت اسلامي رهبري پرېکړه کولی شي او بس.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ګوتو په شمار ورځو کې به دغه هوکړه وروستۍ شي او غوښتنې به یې هم ټولو ته وړاندې شي.

د عطا محمد نور ویاند ویلي، چې ډېر ژر به له ارګ سره د عطا محمد جوړجاړی وروستی شي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، والي نور د ملي امنیت له رییس او عبدالسلام رحیمي سره خبرې کړي دي؛ خو وروستۍ پرېکړه به حزب جمعیت اسلامي کوي. هغه معلومات ، چې زه لرم هغه داده: هوکړه شوې، خو وروستۍ شوې نده.

په دې لړ کې د جمعیت او حکومت د پلاوو خبرې اترې او ناستې څو څو ځلې بې پایلې پاته ورسیدې؛ خو داځل یو بل پلاوی د ملي امنیت د عمومي رییس معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر د رییس سلام رحیمي په مشرۍ د خبرو اترو لپاره بلخ ته تلی و، چې دا  پرېکړه به ورسره یقیني شي.  

Trending

Exit mobile version