سیمه ییز خبرونه
محمد حلیم فدایي د خوست ولایت نوي والي شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې څرګنده کړې، چې د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې؛ محمد حلیم فدایي د خوست د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
ویل کیږي، چې ښاغلی فدایي په خوست ولایت کې د ښاغلي حکم خان حبیبي پر ځای دغه ولایت ته ټاکل شوی دی.
له دې مخکې نوموړی د میدان وردک او لوګر ولایتونو د والي په توګه دنده تر سره کړې ده.