تازه خبرونه

محمد سالم الماس له خپلې دندې ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایي څېړنو رییس محمد سالم الماس له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

د کابل پولیسو ویاند ویلي، چې معین الدین سیال د ښاغلي الماس پر ځای ټاکل شوی دی.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو د ډېریدو له کبله ښاغلي الماس له دندې لیرې شوی دی.

نوموړي د کورنیو چارو  وزارت په چوکات کې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي.

Trending

Exit mobile version