لوبی

محمد نبي عیسی خېل د کرکت ملي او نړیوال ویاړ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بدني روزنې کارپوهانو د سپورت ډګر ته ډېرې له ویاړه ډکې ځوانې څېرې وړاندې کړي، چې یوه یې هم د افغانستان د کرکت د ډګر د ملي لوبډلې بریالۍ او ځوانه څېره محمد نبي عیسی خېل دی، چې په ملي او نړیواله سطحه له ملي او نړیوال ویاړ برخمن شوی دی.

د کرکت ملي لوبډلې دغه اتل د ۱۳۶۳ لمریز لیږدیز کال د مرغوي پر ۱۱ د سې شنبې پر ورځ په لوګر ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او اوس، چې ۳۴ کلن دی د کرکت د لوبو د مخکښ په توګه نورو ته نه یوازې په دې اړه خپلې تجربې وړاندې کوي، بلکې د بهرنیو لوبډلو لخوا په بېلابېلو لیګونو کې د لوبیدو لپاره پر لوړه بیه هم لوبې تر سره کوي.  

هغه د کرکت لوبه د پاکستان په خاورین ډګرونو کې پیل کړه او د نوي حکومت له رامنځته کیدو سره سم هېواد ته راستون شو او مسلکي لوبې یې تر سره کړې.

نوموړی نه ستړی کیدونکیو پرلپسې هڅو اړ کړ، چې د کرکت د ډګر بېلابېل پړاوونه ووهي او په ۲۰۰۹ کال کې یې د ملي لوبډلې غړیتوب تر لاسه او آسماني رنګه جامې یې پر غاړه کړې.

ښاغلي نبي له همدې جامو سره د سکاتلند پر وړندې خپله بهرنۍ لوبه بریالۍ تر سره کړه. په ملي لوبډله کې د ده بریالۍ ځلیدنې سرښوونکي خوښ کړل او د درې کلونو لپاره د آسماني رنګه زمرو ډلمشري ور په برخه شوه.   

هغه د پاکستان په کستومس لوبډله کې هم درې کاله لوبیدلی  او دوه کاله له نړیوالو ډګرونو لیرې پاتې شوی دی. په ۲۰۱۳ کال کې یې د موها میدان سپورتنګ کلپ له غړیتوب سره د لوبو ډګر ته راووت او پر همدې کال یې سیلهت رویالز لوبډلې ته لوبه وکړه.

په ۲۰۱۵ کال کې یې د رانجپور ایدرز لوبډلې جامې تر غاړه کړې او په بنګلدیش لیګ کې ډګر ته راووت او یو کال وروسته هم په بنګلدیش کې د چیتاګونګ ویکنز په لوبډله او بیا د پاکستان د کویتې ګلادیاتورز په حرفه یي لیګ کې یې سیالیو ته ورودانګل.

۲۰۱۷ هغه کال و، چې محمد نبي عیسی خېل د بنګله دیش لیګ کومیلاویکتورینز لوبډلو په جوړښت کې، د هند د حیدرآباد سنرایزرز، د هېواد د مس عینک شپږیزې، د کارایب لیګ اس تي کیتس اند نویس پتریوس او په آسترالیا کې د ملبورن رانجدز میدان ته وردننه شو او له هماغه کال راپدیخوا د حیدر آباد د سنرایزرز او ملبورن رانجدز د لوبډلو غړیتوب ور په برخه دی.

محمد نبي به د هند د کرکت د غوره لیګ د سیالیو په دې څپرکي کې د حیدرآباد لوبډلې جامې واغوندي. په تېر څپرکي کې د راشد خان تر څنګ د محمد نبي ځلیدو ټول حیران کړي وه، چې د لوبو په اوسني څبرګې کې به هم د هند د کرکت د غوره لیګ لوبو ته پر ۱۰۰ لکه هندي کلدارو د سنرایزرز حیدرآباد لپاره ولوبیږي.

ویل کیږي، چې تر دې دمه محمد نبي عیسی خېل یوه تست لوبه، ۱۱۱ یوه ورځنۍ لوبې، ۶۸ نړیوالې ۲۰ آوریزې لوبې او ۳۳ لومړۍ درجه لوبې کړي او دغه راز ۲۷۵ ویکتې یې له نامه سره ثبت شوې دي.

 

Trending

Exit mobile version