تازه خبرونه
محمد محقق له عبدالله عبدالله سره یوځای شو
محمد محقق، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې یو مرستیال و؛ اوس یې د ښاغلي عبدالله له ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د استاد محمد محقق دغه ګام ستایلی او دا کار یې د دې ټاکنیزې ډلې په ټاکنیزو هڅو کې یو ستر بری نومولی دی.
له تېرې څه مودې راپدیخوا داسې ګنګوسي وه، چې ګواکې په دې ټاکنیزه ډله کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي او په خپله اتمر هم څه وخت مخکې خپلې ټاکنیزې هڅې د سولې په هڅو کې د پرمختګ له کبله وځنډولې.
د یادونې ده، چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې بل مرستیال محمد یونس قانوني تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.