تازه خبرونه
محمد محقق د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې ښکاره ملاتړ څرګند کړ
نوموړی، چې مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال په ټاکنیزه ډله کې دوه یم مرستیال و؛ له هغې ډلې لار بېله کړه او وایي، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله اوس د تېر په پرتله پیاوړې شوې ده.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی محمد محقق زیاتوي، چې د اوسنیو بدمرغیو عامل ښاغلی غني دی او دا حالت باید له ټاکنو وروسته ښه شي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشرعبدالله عبدالله هم له خپلې ډلې سره د محقق یو ځای کیدل ستر ګام بولي.
محمد کریم خلیلي د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې بل غړی دی، چې د ژمنو پر ماتیدو او خلکو ته په بې پامۍ نیوکې کوي.
هغه اوسنی حالت ماتیدونکی بولي او را روانې ټاکنې له کړکېچه د وتو یوازنۍ لار بولي.
تر اوسه له ټاکنو مخکې زلمی رسول له خپلې نوماندۍ تېر شوی او له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې خوا ته درېدلی دی.