سیمه ییز خبرونه
لانس کلوزنر د افغان کرکت ملي لوبډلې مشر روزونکی شو
د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ د فیلېپ سیمنز د قرارداد له پای ته رسیدو سره سم مو په جولای مساشت کې د نوي روزونکي لټون پیل او د لسګونه غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو او مرکو وروسته دادی ښاغلي کلوزنر غوره شو.
د ویست اندیز پخوانی الروندر کرکت لوبغاړي فیل سایمنز له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د افغانستان د ملي لوبډلې روزونه کوله.
د افغانستان کرکت بورد اجرائیه مشر لطف الله ستانکزي د نوي روزونکي په اړه ویلي، چې لانس کلوزنر به د راتلونکي کال د آسیا جام او شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې ښه هڅوونکی وي.
کلوزنر هم هیله من دی، چې افغان لوبډله به په غوره کتګورۍ کې د ځای موندنې لپاره وهڅوي.
ښاغلی کلوزنر د سویلي افریقا د ملي لوبډلې الروندر د روزنې ډېره ښه تجربه لري.