تازه خبرونه

ټاکل شوې سبا د طالبانو یو ۱۵ کسیز پلاوی کابل ته راشي

Published

on

Last Updated on: وری ۹, ۱۳۹۹

ټاکل شوې، چې سبا د طالبانو یو ۱۵ کسیز پلاوی د دوی د بندیانو چارو کمیسیون د مشر نورالدین ترابي په مشرۍ د بندیانو د خلاصون پر مسالې د خبرو لپاره کابل ته راشي.

د دې سرچینو په خبره، دا پلاوی د سره صلیب نړیوالې کمیټې په همکارۍ کابل ته راځي او له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر لارو چارو بحث کوي.

د طالبانو پخواني غړي سید اکبر آغا آریانا نیوز ته ومنله، چې د دې ډلې یو پېنځلس کسیز پلاوی د بندیانو د خلاصون پر مسالې د خبرو لپاره کابل ته راځي او د افغان حکومت له  چارواکو سره په دې تړاو بحث کوي.

نوموړی زیاتوي، د دغه طالب پلاوي مشري د طالبانو د بندیانو د چارو کمېسیون رییس نورالدین ترابي په غاړ لري.

ویل کیږي، چې د دې تر څنګ د پېنځلس کسیز پلاوي لس غړي به په بګرام او پېنځه نور به په څرخي پله زندان کې د خوشې کیدونکیو بندیانو د پېژندنې او تسلیمۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي: له دې پلاوي به تضمین واخیستل شي، چې خوشې کیدونکي طالبان به د جګړو میدانونو ته نه ځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو د تماس ډلو په دویم ویډیو کنفرانس کې د بندیانو پر خلاصون هوکړه کړې وه او حکومت به د مارچ پر ۳۱ یعنې څلور ورځې وروسته سل بندیان د دې بهیر د پیلولو لپاره خوشې کړي؛ خو طالبان د خپلو ۵۰۰۰  بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي.

 

Trending

Exit mobile version