تازه خبرونه
ټاکل شوې، چې په تاجکستان کې د شانګهای سازمان ۱۷سرمشریزه جوړه شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۱۹) د شانګهای ناستې په څنډه کې د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته ویلي؛ هېواد به یې هغه مهال امن وي، چې په افغانستان کې امنیت او ثبات وي.
ټاکل شوې افغانستان د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو وغواړي، چې د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
له اجرایي رییس سره د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په دې یو نیم ساعته لیدنه کې دواړو لوریو د ترهګرو خلاف په مبارزه کې د کابل او دوشنبې پر ګډ کار ټینګار کړی دی.
د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، له ښاغلي رحمان سره یې د ترهګرو خلاف د دوشنبې او کابل پر ګډه مبارزه خبرې کړې دي.
افغانستان په شانګهای سازمان کې د څارونکي په توګه ګډون کوي؛ خو افغان حکومت له دې سیمه ییز سازمان غوښتي، چې بشپړ غړیتوب ورکړي.