تازه خبرونه

ټاکل شوې، چې په پاکستان کې د طالبانو او خلیلزاد خبرې پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سبا (دوشنبه د لیندۍ ۲۶) په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ مخامخ خبرې پیلیږي.

د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د ګاونډ هېواد پاکستان پر هڅو وسلوال طالبان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد سره خبرو ته کښيني.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دغو خبرو ملاتړ کوي او وايي، چې پر پاکستان د امریکا فشارونه به په افغانستان کې د سولې زمینه برابره کړي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند  صبغت الله احمدي وايي؛ امریکا پر پاکستان فشار راوړی، چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته کښینوي. د افغان سولې په اړه د امریکا هر ډول هڅې له افغان دولت سره په همغږۍ تر سره کیږي.

په کابل کې د اسلام اباد، او بیجینګ د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې د افغان سولې لپاره به وسلوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولین هیله لري، چې په پاکستان کې د امریکايي استازي او طالبانو تر منځ خبرې به د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري اوس هم د پاکستان پر نیت شک لري او وایي، چې پاکستان تر دې دمه یوه ژمنه هم پوره کړې نده. هیله من یو، چې د امریکا لپاره لږ تر لږه خپلې ژمنې پلې کړي.

دلته په کابل کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره هر ډول همکاریو ته تیار دی ان تر دې، چې وسلوال طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي او ترهګر به له منځه وړي؛ خو دلته تمه دا ده، چې د پاکستان ژمنې باید عملي بڼه غوره کړي.

د حزب اسلامي د رهبرۍ غړي وایي، چې مونږ هیله من یو، چې خبرې پایله ورکړي او سوله رامنځته شي.

پاکستان وايي، چې کابل او اسلام آباد باید په تېرو پسې ولاړ نشي او راتلونکي ته فکر وکړي او د ډاډ وړ فضا رامنځته کړي.

ویل کیږي، چې د سولې په دې خبرو کې به د قطر استازي هم برخه ولري.

Trending

Exit mobile version