تازه خبرونه

ټاکل شوې، چې طالبان او امریکایي پلاوی بیا جرګه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې وسلوال طالبان او امریکایي پلاوی د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له ګډون پرته پر افغان سوله جرګه شي.

وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به وسلوال طالبان او د زلمي خلیلزاد په رهبرۍ امریکايي پلاوی پر افغان سوله غونډه وکړي او انګیرنې هم داسې دي، چې په دې غونډه کې به سعودي او عرب امارت ګډون ونلري.

سیاسي فعال نظر محمد مطمين وایي، چې راتلونکې ناسته د امریکا او طالبانو تر منځ تر سره کیږي او باوري یم، چې مثبته پایله به ولري.

که څه هم په جده کې د افغان سولې په اړه د غونډې نېټه نده ټاکل شوې؛ خو افغان حکومت د جدي غونډې ته د پلاوی لیږل پدې شرط منلي، چې له طالب استازیو سره د لیدو ضمانت ورکړ شي.

تر اوسه افغان دولت ته دغه ډول ضمانت ندی ورکړ شوی.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، که مونږ په دې ناسته کې ګډون هم وکړو؛ نو د افغانستان د سولې پر بهیر به خبرې کیږي یا دا، چې د دولت او طالبانو تر منځ  نېغې خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې ترکیه به د روان کال د مارچ له ۳۱ وروسته د یوې درې اړخیزې ناستې کوبتوب وکړي.

د یادونې ده، چې  تېره اوونۍ د طالبانو یوه پلاوي تهران سفر کړی و او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سیدعباس عراقچي سره یې په افغانستان کې د سولې پر ټينګښت خبرې کړي، چې نوموړی د شنبې پر ورځ(د مرغومي ۱۵) د افغان حکومت مشرانو ته د دغو خبرو د جزئیاتو ورکولو لپاره افغانستان ته راغی.

 وسلوالو طالبانو تر دې دمه د امریکا په ګډون، له روسیې، پاکستان، سعودي، ایران، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړي؛ خو تر اوسه یې د افغان حکومت له پلاوي سره له خبرو ډډه کړې ده.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version