تازه خبرونه

مسکو د م. م له تور نوملړه د طالبانو د ویستو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال وایي، مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او غواړي، چې ملګري ملتونه دا ډله له خپل تور نوملړ وباسي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د مسکو ناسته وارزول شوه؛ خو په دې ناسته کې د سولې بهیر په تړاو د مسکو او کابل ژور اختلافونه په ډاګه شول.

د روسیې سفارت مرستیال افغان حکومت ته د کابل حکومت خطاب کړی او د مسکو  د وروستۍ ناستې په تړاو یې د کابل په مخالفت سختې نیوکې کړې دي.

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال البرت خوریف ویلي؛ د کابل حکومت د دې پر ځای، چې د روسیې او امریکا سوله ییز نوښتونه په پام کې ونیسي؛ په لوی لاس ځان له دغو قضایاوو لیرې کوي، چې مونږ یې حیران کړي یو.   

داسې ښکاري، چې مسکو اوس له طالبانو سره ډېره خواخوږي لري.

البرت خوریف څرګنده کړې؛ مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او د دې وخت را رسیدلی، چې دا ډله د ملګرو ملتونو د سازمان له تور نوملړه ووځي.

روسیه دا راز چمتو ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه د طالبانو له ویستو وروسته دا ډله له خپل تور نوملړه هم وباسي؛ خو افغان حکومت د روسیې د وروستي دریځ په تړاو توند غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه د روسیې دې دریځ ته توند غبرګون وښود او له  هغه هېواد یې وغوښتل، چې د افغانستان حکومت ته نور د کابل حکومت خطاب ونکړي او د حکومت د حاکمیت اصل ته درناوی ولري.

باور کیږي، چې د افغان سولې په تړاو په وروستیو هڅو کې هېوادونو دیپلوماتیکې پولې ماتې کړي.

سیاسي فعال وحید مژده وایي، چې د ابوطبۍ په څلورمه ناسته کې د قطر دولت یوه الوتکه پاکستان ته ولیږله؛ خو د پاکستان حکومت هغو کسانو ته، چې د قطر د دفتر غړي ندي اجازه ورنکړه.         

له طالبانو سره په چلند کې افغان حکومت او روسیه اوس پوره مخالفت لري. روسیه وایي، د مسکو وروستۍ ناستې په تړاو د ملي وحدت حکومت اعتراض حیران کړل؛ خو کابل وایي، اعتراض یې د دولت ملي حاکمیت حق ته په کتو شوی دی.

 

Trending

Exit mobile version