بلخ @ps
پخپل پلان به په حکومت کې ظلم، استبداد او خپلسرۍ پای ته رسوو
د بلخ والی عطا محمد نور وایي؛ داسی پلانونه شته، چي په عملی کولو به یې د حکومت هر ډول ظلم ،استبداد او خپلسریو ته د پای ټکي کږدو.
د بلخ والي عطا محمد نور په مزار شریف ښار کې د یو جومات د پرانستلو په مراسمو کی وویل: دیني عالمان باید پر ښه مدیریت او ښې سیاستمداری ټولنه روښانه کړي؛ ځکه په حکومت کي داسي کړۍ شته، چي د نظام د پرځولو نیت لري.
ښاغلی نور زیاتوي؛ هغه کړۍ، چی د دینی مقدساتو پر ضد راپورته شوي، هیڅ کله به هم کامیابه نشی، خو مونږ باید د دغو حرکتونو په وړاندی یو لاس شو.
نوموړي په ډاګه کړې، چې د حکومت د ظلم، استبداد او خپلسریو په وړاندی به چپه خوله پاتی نشو او د روانو خپلسریو په وړاندی ځانګړې برنامی هم ترلاس لاندې دي.
تراوسه د ولسمشرۍ ماڼی د ښاغلی نور د خبرو په وړاندی غبرګون ندی ښودلی .
د کارپوهانو په باور، سیاسی اختلافونه د دې سبب شوي، چي خوزښتونه پیل شي او خلک هم له حکومت څخه واټن ونیسي.