پرمختګ او بشپړتیا

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د غنمو لس زره ټنه اصلاح شوی تخم او د مزار شریف د کود و برق په فابریکه کې تولید شوې شل زره ټنه کیمیاوې سره په درې سوه دوه اتیا ولسوالیو کې پر کروندګرو ووېشي، چې شاوخوا اته سوه میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وايي، چې دا کار د کورني تولید د هڅونې او له کروندګرو څخه د ملاتړ په موخه تر سره کیږي، چې هېواد د ځان بسیاينې پر لوري ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان کیمیاوي سره د ښه کیفیت لرونکې ده.

د اصلاح شویو تخمونو د ټولنې رييس وايي، چې که کروندګر اصلاح شوي تخمونه وکري؛ د غنمو په حاصلاتو کې به یې تر دېرش سلنې زیاتوالی راشي.

د اصلاح شويو تخمونو د ټولنې ريیس سید عبدالقادر سادات وایي، چې دا غنم اصلاح شوي او کروندګر ترې ښه حاصل تر لاسه کولی شي.  

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې ډېر شمېر وګړي یې په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي؛ خو اوس هم له دغه اړخه پځان بسیا شوي نه یو او خوراکي توکي مو له ګاونډ هېوادونو را واردیږي.

Trending

Exit mobile version