تازه خبرونه

مسکو له طالبانو سره د افغان جهادي او سیاسي مشرانو ناستې ته زمینه برابره کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د روسیې سفارت آریانانیوز ته ویلي، مسکو د طالبانو له استازیو سره د افغان سیاسي مشرانو  کیدونکې ناستې ته زمینه برابره کړې؛ خو د ناستې په اجڼدا او خبرو کې به هیڅ رول ونلري.

د افغانستان د سولې لپاره بېلابېلې اجنډاوې تر بحث لاندې دي؛ واشنګتن، مسکو، اسلام آباد او تهران هر یو هڅه کوي، چې په دې بهیر کې رول ولوبوي. بیا هم د دوه یم ځل لپاره په مسکو کې درې ورځې وروسته د افغانستان د سولې په اړه یوه ناسته تر سره کیږي؛ خو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په توند غبرګون کې راغلي، چې دا ډول ناستې کومې پایلې ته نه رسیږي.

 په کابل کې د امریکا سفارت آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او حکومت د دغې ناستې په اجنډا کې شامل ندی.

سفارت زیاته کړې، چې روسیه د دې ناستې په فني برخه کې همکاري کوي او آسانتیاوې یې برابرې کړې دي

د مسکو ناسته درې ورځې وروسته تر سره کیږي او د طالبانو د استازیو او افغان سیاست والو حضور په کې تر اوسه وروستی شوی ندی.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي؛ په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه، چې څنګه سوله راشي او څنګه وشي خبرې کیږي؛ خو په دې کې به کومه فیصله نه کیږي او نه به وروستۍ وي.              

طالبانو ویلي؛ د عباس ستانکزي په مشرۍ به پلاوی دې په ناسته کې ګډون وکړي.

د ځینو څېرو حضور تر اوسه نهایي شوی ندی؛ خو ویل کیږي، چې له افغانستان څخه به په دې ناسته کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد محقق، عطا محمد نور او اسماعیل خان ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی معین حکمت خلیل کرزی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دوی  سفیر عبدالسلام ضعیف ګډون کوي.

په افغانستان کې د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وایي، چې مونږ باید د سولې په رامنځته کولو کې د خلکو او حکومت همغږي ولرو. څومره، چې د سولې پتې ډېرې وي؛ هومره له مونږ سره د سولې په راتګ کې مرسته کمیږي. 

له طالبانو سره  د امریکا، روسیې، ایران او څو نورو هېوادونو ناستې تر سره شوي دي، چې افغان حکومت یې سخت په غصه کړی دی.

افغان حکومت وایي، چې دا ډول ناستې د حکومت په نه حضور کې کومې پایلې ته نه رسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، چې پر دې ډول ناستو پخوا هم خبرې شوي او مونږ سولې ته رسولی نشي.                  

که څه هم طالبان حاضر شوي، چې د فبرورۍ پر پېنځمه او شپږمه په مسکو کې له افغان سیاسي څېرو سره خبرې وکړي؛ خو دې ډلې تر اوسه له دولت سره خبرو ته غاړه نده ایښې.

که څه هم ټاکل شوې، چې د فبرورۍ پر  ۲۵ به له طالبانو سره د امریکا بله ناسته تر سره شي؛ خو تر دې ځایه پورې افغان دولت ته په دې مذاکراتو کې د ګډون زمینه نده برابر شوې. په داسې حال کې، چې ځان د سولې خبرو سر لاری بولي او وايي، خبرې به د دوی تر مشرۍ او مالکیت لاندې وي.

Trending

Exit mobile version