تازه خبرونه
مسکو له کابل سره د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې کوربتوب کوي
مسکو به په دغه نمانځغونډه کې د طالب استازیو او افغان سیاستوالو د خبرو کوربه هم وي. روسیې د مسکو او کابل د دیپلوماتيکو اړیکو د سلمې کلیزې مراسمو ته وسلوال طالبان او یو شمېر افغان سیاستوال غوښتل شوي، چې د غونډې په څنډه کې به طالبان او افغان سیاستوال د سولې خپلمنځي خبرې هم وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د مسکو او کابل د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مراسمو کې به د افغانستان سفیر ګډون وکړي.
سیاسي شنونکی فضل احمد معنوي ویلي، چې د افغانانو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرې به دا ځل بیا د افغان حکومت د استازیو له ګډون پرته په مسکو کې تر سره شي.
ویل کیږي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یو شمېر سیاستوال او د سیاسي ګوندونو رهبران وار له مخه مسکو ته رسیدلي دي.
سیاسي هڅاند نظر محمد مطمین وايي، چې دا ځل به د وسلوالو طالبانو د استازیو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر سیاسي ډلو د رهبرانو ترمنځ خبرې وشي.
لدې مخکې هم مسکو د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربه و، چې په کې د افغان حکومت په استازیتوب چا ګډون نه و کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې به له روژې وروسته د قطر په دوحه کې بیا پیل شي؛ خو لدې خبرو مخکې به د سولې په اړه سعودي عربستان هم د یوې ناستې کوربتوب وکړي.
خبریال: باعث حیات