تازه خبرونه

ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه غوره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۰) د ولسمشر اشرف غني پر فرمان عبدالقادر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه  غوره شوی دی.

د ولسمشر پر فرمان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له مخې؛ له رتبې څخه په لوړ بست کې د ملي شورا د ولسي جرګې د دارالانشا د مشر په توګه د عبدالقادر ځاځي ټاکنه منظور شوې ده. 

ښاغلی ځاځی د ولسي جرګې په ۱۶ پړاو کې د کابل د خلکو استازی و او د دې جرګې د منشي په توګه یې هم کار کړی دی.

له ښاغلي ځاځي مخکې د ولسي جرګې د دارالانشا مشر خدای نظر نصرت و، چې پر فساد تورن شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه( د غویی۶) ولسمشر غني د کابل او پکتیا په ګډون د یو شمېر ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلام مخکې د ملي شورا داووه لسم پړاو پرانسته وکړه.  

Trending

Exit mobile version