تازه خبرونه
په امریکا کې د فلایډ له وژنې وروسته د لاریونونو په اړه بېلابېلې څرګندونې شوي
د الجزیرې د څرګندونو له مخې؛ د جورج فلایډ په مرګ کې د مینیاپولیس ټول ښکېل څلور پولیس افسران تورن وپېژندل شول.
یادې سرچینې په ډاګه کړې: پولیس افسر ډیرک چووین، چې د جورج فلايد پر اورمېږ یې ګونډه ایښې وه او ترې وژل شوی و؛ پر دوه یمه درجه قتل تورن او محکوم شوی او پاتې نور درې پولیس افسران هم د هڅوونکیو او ملاتړیو په توګه پر دوه یمه درجه قتل تورن دي.
#GeorgeFloyd death: Latest updates 👇
All four Minneapolis police officers have been charged. Derek Chauvin, who knelt on Floyd’s neck, charged with second-degree murder.
Follow our LIVE blog for the latest: https://t.co/tROG27EGHG pic.twitter.com/rw7xtAPBxK
— Al Jazeera English (@AJEnglish) June 4, 2020
دغه راز د امریکا پخواني دفاع وزیر جیمز متیس پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور پورې کړی، چې په ملت کې نفاق ته لمن وهي.
د ټرمپ اوسنی دفاع وزیر مارک ایسسپرهم ویلي؛ ده د ټرمپ له دې پرېکړې سره، چې د لاریونکوونکیو د څارنې لپاره دې ځواکونه وکارول شي، مخالفت کړی دی.
د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ په ځینو ښارونو کې د ملي امنیت د ساتونکیو شتون د لاریونوالو لخوا بې اغېزې شوی دی.
ویل کیږي، چې لاریون کوونکي د امنیتي چارواکو لخوا هم له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
په ځینو برخو کې پولیسو یو شمېر خبریالان له زور زیاتي سره مخ کړي دي.
د یادونې ده، چې په دغو لاریونونو کې د پولیسو له ټپي کیدو هم راپورونه ورکړشوي دي.