تازه خبرونه
عمران خان اسامه بن لادن ته د شهید خطاب وکړ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن «شهید» نومولی دی.
خان، چې تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته پر ترهګرۍ د امریکا د وروستي راپور په اړه خبرې کولې؛ د دې هېواد پخوانيو مشرانو ته ګوته ونیوله، چې په سیمه کې یې د ترهګرۍ پر وړاندې له امریکا سره مرسته یوه تېروتنه وه.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ناکامیو د پټولو پړه پر پاکستان اچوي او سپکاوی یې هم کوي.
له ټولو بده هغه دا، چې د ۲۰۱۱ کال د می پر دوه یمه؛ نیمه شپه د امریکا ځانګړیو ځواکونو د پاکستان د اردو ګارنیزیون ته نږدې په ابیت آباد ښار کې د اسامه بن لادن پر کور برید وکړ؛ هغه او یو شمېر ملګري یې ورته ووژل، خو د وخت چارواکو غوږونه کاڼه کړل او ان ځان یې هم پرې خبر نکړ.
عمر خان ویلي؛ مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان ترڅنګ یو؛ خو دوی دلته برید وکړ او اسامه بن لادن یې وواژه او “شهید” یې کړ. دوی مونږ ته له سپکاوي ډکه ژبه وکاروله او د عملیاتو په اړه یې مونږ خبرهم نکړو. په داسې حال کې، چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مو ۷۰۰۰۰ کسان له لاسه ورکړي دي.
ښاغلي خان زیاته کړې: لکه څنګه، چې مونږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له امریکا ملاتړ وکړ او هغه سپکاوی، چې په بدل کې یې مونږ ورسره مخ یو… دوی مونږ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ په بدل کې تورن کړي یو. دوی په ښکاره مونږ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ مسوول بولي او ملامتوي مو. په داسې حال کې، چې خپله بریالي ندي.
د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې په داسې حال کې په ډاګه کیږي، چې امریکا پرلپسې پر پاکستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور پورې کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د ترهګرۍ د ارزونې په کلني راپور کې پاکستان وسلوالو ډلو لکه افغان طالبانو او حقاني شبکې ته د پوځي هڅو اجازه ورکړې، چې د دوی له خاورې پر افغانستان بریدونه ترسره کړي.
دغه راز په راپور کې راغلي، چې پاکستان نه یوازې حقاني شبکې او افغان طالبانو ته، بلکې لشکر طیبه او جیش محمد ته هم اجازه ورکړې، چې د هند پر وړاندې بریدونه تر سره کړي.
پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب امارات یوازني هېوادونه دي، چې د طالبانو رژیم یې پر رسمیت پېژندلی و؛ خو پاکستان د سپتمبر ۲۰۰۱ له ۱۱ راپدیخوا له تروریزم سره په مبارزه کې د امریکا ملاتړ کړی او په سیمه کې د هغه هېواد ملګری پاتې دی.