تازه خبرونه

ښایي د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده په دوه ورځو کې وروستۍ شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د دوه یم مرستیال لوړپوړی سلاکار محمد هدایت وایي، ښایي د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده روانه اوونۍ وروستۍ او ژر به په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمونونه رامنځته شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه خپره او د ستونزو د حل لپاره یې د نوماندانو او سیاسي ګوندونو د استازیو په شتون کې یوه ناسته تر سره کړه.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو او ځینو ګوندونو، چې دا طرحه ارزولي وایي؛ حکومت په ټاکنو کې د درغلیو لپاره زمینه برابروي.

د ولسمشریزو ټاکنو ځینې نوماندان د ټاکنو قانون د تعدیل وړاندیز شوې طرحه نیمګړې بولي او وایي، یوه تخنیکي کمیته به د نوماندانو د استازیو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د استازیو په ترکیب کې تر درې ورځو کار پیل کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي وایي: مونږ د ټاکنوکمیسیون په اړه یوې هوکړې ته رسیدلي یو، چې دا کمیسیون باید خپلواکه او د ټاکنو پر بهیر خلک ډاډمن کړي؛ د ګوندونو لخوا باید دا بهیر مسلکي شي، نوماندان او د مدني بنسټونو استازي دې پېنځه پېنځه تخنیکي کسان غوره او د درې ورځو په دننه کې دې خپل وړاندیزونه څرګند کړي، چې له مخې یې د ولسمشر فرمان اعلام شي.          

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، که تعدیل قانوني وي د منلو دی او که قانوني نه وي؛ مونږ ته به د منلو وړ نشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي، چې د ټاکنو په قانون کې هر راز بدلون مونږ ته د منلو دی؛ خو، چې قانوني بڼه ولري. که قانوني بدلونونه رامنځته نشي؛ نه یې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه مني او نه به قانون جوړوونکیو بنسټونو ته د منلو وړ شي.                

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، که د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته د ټاکنیزو کمیسیونونو، سیاسي اړخونو او حکومت لخوا نقض نشي؛ د ولسمشرۍ راتلوونکې ټاکنې به رڼې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version