تازه خبرونه
ښایي په چین کې د سولې ناسته لغو شي
یو شمېر سرچینې وایي، په بیجنګ کې د کیدونکې ناستې د ګډونکوونکي پلاوي د جوړښت پر سر رامنځته شوٍي اختلافونو طالبان هم اړ کړل، چې یادې ناستې ته د ولسمشرۍ له نوملړه سره مخالفت وښیي؛ نو، ځکه ښایي دا ناسته لغو شي.
په اسلام آباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سفیر عبدالسلام ضعیف په دې اړه ویلي، چې ښایي لغو شي؛ ځکه ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې اغېزمن شخصیتونه ګډون وکړي، خو حکومت د خپلو کسانو د وردننه کولوهڅه وکړه، چې د طالبانو له مخالفت سره مخ شو.
دې سرچینې زیاته کړې؛ د ناستې د لغوه کیدو دلیل دا دی، چې حکومت د ناستې د ګډون کوونکیو له نوملړه ځینې سیاسي څېرې ویستې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د بیجینګ ناستې د ګډون کوونکیو د نوملړ د نهایي کیدو خبره کړې؛ خو بهرنیو چارو وزارت وایي، اوس هم په دې برخه کې سلا مشورې وروستۍ شوې ندي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، چې د یادې ناستې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او چین ته د پلاوي لیږلو لپاره اوس هم هڅې او مشورې روانې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ویلي؛ په بیجینګ کې د افغانانو د سولې خبرو په اړه له چین سره خبرې روانې دي. د افغانستان حکومت له هرې هغې هڅې، چې د خلکو عزت په کې خوندي وي؛ هرکلی کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ ویلي، چې ولسمشر غني د بیجینګ په ناسته کې د ده او نورو سیاسیونو له ګډون سره مخالفت کړی او ده هم منلې ده.
له همدې کبله طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د طالب استازیو او امریکا تر منځ په قطر کې د نارسمي خبرو اترو له تر سره کیدو وروسته ټاکل شوې دا خبرې په رسمي ډول په نږدې ورځو کې د حکومت له بنده د آزاد شوي انس حقاني په حضور کې له سره پیل شي.