تازه خبرونه

ښايي د سولې په مشورتي جرګه کې وسلوالو طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړشي-داوودزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس عمر داوودزی وايي، چې ښايي د سولې په مشورتي جرګه کې وسلوالو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړ شي.

د سولې د دارالانشا رييس عمر داوودزی وايي؛ حکومت به په دې جرګه کې ټول هغه شرایط له خلکو سره شریک کړي، چې حکومت یې د سولې د خبرو لپاره لري.

ښاغلي داوودزي د افغان سولې په اړه سیمه ییزې سیالۍ د سولې لپاره زیان اړوونکې ګڼي او وایي، چې د افغان سولې لپاره په سیمه کې پیل شوې سیالۍ له سولې سره مرسته نه کوي، بلکې دغه بهیر ته زیان اړوي.

د سولې مشورتي لویه جرګه به د کب پر شپږ ویشتمه په کابل کې جوړه شي؛ درې ورځې به روانه وي او شاوخوا دوه زره کسان به له بېلا بېلو پاړکیو په کې برخه واخلي.

مسوولین وايي، که اړتیا شوه جرګه به د دوه نورو ورځو لپاره وغزوي.

د پوهنتون استاده شهلا فرید وایي، چې د لویې مشورتي جرګې کمیسیون به پېژندل شوې څېرې دغې جرګې ته ورو پېژني.

د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي وایي، چې له خلکو ډېر څه غوښتل کیږي؛ ځکه خلک له ستونزو سره مخ دي او په دې اړه به سوتفاهم هم لیرې شي.

مسوولین وايي، چې د مشورتي لویې جرګې پایلې به د کابل په کنفرانس کې اعلام شي.

ولیدل شي، چې د دې جرګې پایلې به د سولې پر بهیر او د جګړې پر پای ته رسولو څومره اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version