تازه خبرونه
ښايي له اته سوه زره ډېرې رايې باطلې شي- ټاکنڅاري بنسټونه
د تلې د شپږمې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو سلګونه زره رايې د باطلیدو په درشل کې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ د رایو په درویشت زره محلونو کې دوه میلیون و یو سل و پېنځه څلوېښت زره رایې کارول شوي، خو د بایومتریک دستګاوو معلومات په دغو مرکزونو کې یو میلیون او اته سوه زره رایې ښيي، چې په دې حساب د درې سوه شپېته زره رايو توپیر تر سترګو کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کړنلارو له مخې؛ بې بایومتریک رایې باطلې ګڼل کیږي.
تر اوسه د درې زره بایو متریک دستګاوو معلومات زیرمتون ته ندي لیږدول شوي، چې د دغو معلوماتو له بشپړیدو سره به ښايي د رایه ورکوونکیو دقیق شمېر راټيټه شي.
که څه هم تر اوسه له پاکو رایو د ناپاکو رایو د جلا کولو لړۍ نده پیل شوې؛ خو څارونکي بنسټونه تمه لري، چې د چاڼ په بهیر کې به یو میلیون رایې باطلې شي او بیا به پایلې اعلان شي.
تر اوسه څرګنده نده، چې د پاتې بایومتریک دستګاوو څخه به په څومره وخت کې عمومي زیرمتون ته معلومات ولیږدول شي او بیا د رایو د چاڼ بهیر پیل شي.
د یادونې ده، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه بریالی شوی ندی، چې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه په ډاګه کړي.