تازه خبرونه

ښځې باید د سولې په خبرو کې ډېره او معنالرونکې ونډه ولري-موندنې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له افغان حکومت، د سولې له مشورتي لویې جرګې او نورو بنسټونو غواړي، چې د سولې په خبرو کې د ښځو رول په پام کې ونیسي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو په درشل کې د ۳۳ ولایتونو د ښځو د ملي څېړنې لومړنۍ موندنې خپرې کړې، چې د سولې په بهیر کې د ښځو او جګړې د قربانیانو د ونډې غوښتنه لري او وایي، که د سولې په بهیر کې عدالت تامین نشي؛ تاوتریخوالی به نور هم روان وي.

په دې څېړنه کې د سولې او امنیت په اړه د ښځو لیدلوری، تلپاتې سوله، چې عدالت او د قانون حاکمیت تامین کړي، د سولې په خبرو کې د مهمو موضوعاتو په اړه خلکو ته پوهاوی، د سولې په خبرو کې د ښځو د رول پراختیا، خپلو بشري حقونو ته د خلکو لاسرسی او د تر سره شویو جنایتونو څېړنه د ټینګار وړ دي.

د سولې په خبرو کې د ښځو اندېښنه داده، چې طالبان د ښځو په اړه خپل پخوانی دریځ تکرار نکړي، د کلیوالي ښځو حقونو ته نه پام او د قربانیانو حقونو په برخه کې د عدالت نه تامین په دې څېړنه کې د ښځو لویې اندېښنې ښودل شوې دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییس سیما سمر وایي: ښځې غواړي، چې نرینه باید د سولې په خبرو کې د ښځو له استازیتوب ډډه وکړي؛ ځکه د ښځو له ګډون او معنا لرونکې ونډې پرته به له طالبانو سره سوله پایله ونلري.          

هغې زیاته کړې، چې: که پر عدالت سترګې پټې شي په هېواد کې به د شخړې نه غوښتونکی پېر بیا راوګرځي؛ د زیانمنو خلکو درد و غم به نور هم ډېر شي او اړ دي، چې خپله دفاع پخپله وکړي.   

ښځو پدې څېړنه کې له افغان حکومت، د سولې له مشورتي جرګې، مدني بنسټونو او نورو ښکېلو بنسټونو غوښتي، چې د دوی غوښتنو ته پوره پاملرنه به د سولې بهیر ته ډ‌ېر مشروعیت ورکړي.

Trending

Exit mobile version