تازه خبرونه
په آسترالیا کې بارانونو د ځنګلي اور د لمبو او تودوخې کچه راټیټه کړې
دوی زیاته کړې: که څه هم د اور په کچه کې بدلون راغلی؛ خو شونې ده، چې د اور لمبې به یو ځل بیا سر راپورته کړي.
دغه راز د آسترالیا په ختیځ ساحل، سیدني، میلبورن او د نوي سویل ویلز په ولایتونو کې د بارانونو راپورونه ورکړ شوي دي.
دوی دا خبرداری هم ورکړی، چې د روانې اوونۍ تر پنجشنبې به د تودوخې درجه یو ځل بیا لوړه شي.
د څرګندونو له مخې؛ د ویکتوریا او د نوي سویل ویلز ولایتونو یو شمېر برخې به له سترو اورګدونو سره مخ شي.
له څو اوونیو راپدیخوا داسې راپورونه هم ورکړ شوي، چې د آسترالیا لوی ښارونه د اور له لوګیو مسموم شوي دي.
د آسترلیا اورلګیدنه، چې په د ۲۰۱۹ کال له سپتمبره پیل شوې؛ تر دې دمه یې له زر ډېر کورونه ویجاړ کړي، لږ تر لږه یې ۵ اعشاریه ۵ میلیون هکتاره ځمکه یې سوځولې او تر دې دمه په کې ۲۴ کسان مړه شوي هم دي.